روغتیا

په قندهارکې ټول بنسټونه بايد د مکروب ضد توکي ولري

کابل/ د کب٢٨مه/ باختر
په افغانستان کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته د قندهار مسوولينو له تولو خصوصي او دولتي بنسټونو څخه غوښتي دي چې خپلو مراجعينو ته د مکروب ضد توکي په واک کې ورکړي.
دا  له کرونا سره د مقابلې لپاره د قندهار د مسوولينو له اقداماتو څخه بلل کېږي.
د قندهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې له دې وروسته بايد ټول دولتي او خصوصي بنسټونه پاکې اوبې او د مکروب ضد توکي ولري چې مراجعين دغو بنسټونو ته له ننوتلو مخکې خپل لاسونه پريمنځي.
دغه تصميم د قندهار د بيړنيو حالاتو کمېټې نيولى دى.
د دغه تصميم له مخې؛ هر بنسټ بايد لږ تر لږه پاکې اوبه او صابون د مراجعينو په واک کې ورکړي .
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې؛ په افغانستان کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٢٢ ته رسېدلى دى.
دغه راز په کرونا ويروس سلګونه مشکوک کسان د هېواد په ګوټ ګوټ کې قرنطين شوي دي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته