ټولنه

په تخار ولايت کې دپوروړو بريښنا بنده شوه .

کابل باختر دوږي  دوه ويشتمه :
دتخار دبريښنا شرکت دنهه ديرشو  زورواکو بريښنا  په دغه ښار کې دبريښنا دپيسو دنه ورکولو په دليل بنده کړه .
دتخار دبريښنا رييس محمد مومند دباختراژانس خبريال ته وويل دغه اقدام دافغانستان دبريښنا شرکت دلوى او اجراييو رياست له لارښوونې سره سم ترسره شوى دى  او دغه کورونه دبريښنا دلګښت له پلوه  څه دپاسه پنځه مليونه اووه سوه زره افغانۍ پوروړي دي .
دغه راز ده خبر دارى ورکړ که چيري  پوروړې  افراد او اشخاص  ددغه رياست کارکوونکو ته مزاحمت  وکړي نوم او پور به يې درسنيو له لارې  خپاره شي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته