اقتصاد

د تورخم په ګمرک او لويه لاره کې د غير قانوني پيسو د اخيستلو له ادعا وروسته د مسوولينو د څيړنې پيل

کابل باختر دلړم څليرويشتمه :
دتورخم په ګمرک او دغه سرحدي بندر ته په غځيدلې لاره کې په غير قانوني ډول دپيسو د اخيستلو د ادعا له اوازو وروسته سيمه ئيزو مسوولينو يو لړ څيړنې پيل کړې دي .
يو سوداګر وايي: دګمرک په بېلابېلو څانګو او د تورخم په لويه لاره کې دغيرقانوني او زياتو پيسوله اخيستلو څخه په تنګ شوى دى.
د سوداګرو ددغه ادعا له مخې: زياتې پيسې د امنيتي مامورينو او د ګمرک او په تورخم ښاروالۍ د کارکوونکو له خوا اخيستل کيږي .
دننګرهار د والي مرستيال محمدحنيف ګرديوال د يو هيئت په مشرۍ د تورخم بندر ته تللى دى او په ګمرک او لويه لاره کې د پيسواخيستل له نږدې څيړلى دى .
ګرديوال د تورخم دګمرک دکتنې په بهيرکې دباخترآژانس ګلستان غالب ته وويل  چې ده  له خپل ملګرى هيئت سره د سوداګرودشکايتونو له اوريدو وروسته دګمرک ښاروالۍ او امنيتي ځواکونو دکارکوونکو له خوا د احتمالي بډې اخيستنې په باب يې څيړنې پيل کړې دي .
دننګرهار د والي له مرستيال سره په دغه هيئت کې د ترانسپورت، فوايد عامې، پوليسو، مستوفيت، ولايتي شورا او د سوداګرو د مشورتي بوردمسوولين  ملګري دي؛ وايي چې د تورخم په ګمرک او لويه لاره کې د بډو اخيستلو د ټغر د ټولولو لپاره يې هڅې پيل کړې دي .
په همدې حال کې د ننګرهار د والي مرستيال خبر دارى ورکړچې له احتمالي بډو اخيستوونکو سره به قانوني چلند وشي .
په همدې حال کې سوداګر او پانګه وال چې د تورخم دبندرله لارې دمالونو په واردولو او صادرولو بوخت دي؛ خبر دارى ورکړ چې د تورخم په ګمرک او لويه لاره کې د بډو اخيستنو د دوام په صورت کې به  کاري اعتصاب وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته