ټولنه

خانه سبز : خلک بايد له کابل ښار څخه ووځي .

کابل باختر د مرغومي لسمه : دخانه سبز بنسټ نن دژوندانه دچاپيريال ساتنې په څلورمه غونډه کې په کابل ښار کې دهوا ککړتيا خطرناکه وبلله . ددغه بنسټ دموندنو له مخې ، دکابل ښار په دوه ويشتو ناحيو کې دڅښاک اوبه روغتيايي نه دي او دهوا دککړتيا له هغه څخه په خطرناک ډول خلک ګواښوي . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دژوندانه دچاپيريال ساتنې دخبرو په څلورم پړاو کې دخانه سبز بنسټ دهغه سروې نتيجې اعلان کړې چې دکابل ښار په دوه ويشتو ناحيو کې ترسره شوي دي . ددغه سروې له مخې دکابل ښار په دوه ويشتو ناحيو کې دڅښاک اوبه ککړې دي داسيا په جنوب کې داقليم دبدلون دشبکې غړى احسان ضيا وويل چې په دې سروې کې له يوزرو اته سوه تنو سره مرکه شوې ده او په دغو ناحيو کې دخلکو وينه او دڅښاک اوبه معاينه شوي دي . دده دڅرګندونوله مخې، ترلاسه شوي نتيجې ډير زيات دانديښنې وړ دي . دخانه سبزدبنسټ مسوولې زهرا يګانه وويل چې دژوندانه دچاپيريال ساتنې لپاره بايد خلک همکاري وکړي او دغه راز په دې لاره کې فرهنګ جوړونه ترسره شي يوشمير کارپوهان وايي چې دهوا او څښاک داوبو ککړتيا دبېلابېلو ناروغيو سبب کېږي . دخانه سبزدبنسټ دمسوولينو په باور دکابل ښار دومره ککړ دى چې بايد له خلکو څخه تش شي . ددغه بنسټ دخبرو اترو تيرې غوڼدې دهېواد په ولايتونوکې جوړي شوې دي . ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته