نړۍ

دملګرو ملتو د سازمان سرمنشي د افغانستان د نوي جمهور رييس د انتخاب له امله مبارکى وويله.

نيويارک – نيوزنو – باختر د تلې دمياشتې ٨
د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي بان کي مون د يوې وينا په خپرولوسره د افغانستان د جمهوررييس په توګه د ډاکتر اشرف غني احمدزي او د اجراييه رييس په توګه د ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکل کيدو له امله مبارکي وويله.
د باختر آژانس دخبرله مخې: د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي په خپلې وينا کې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت په جوړولوکې د ګړنديتوب غوښتنه کړې ده او ټول افغانان يې ګډکار او ملي وحدت ته رابللي دي.
دبريتانيا حکومت هم د يوې وينا په خپرولو سره د افغانستان د جمهور رييس په توګه د ډاکتر اشرف غني احمدزي د انتخاب له امله مبارکي وويله.
له بله پلوه امريکا د افغانستان د جمهور رييس او اجراييه رييس د انتخاب له امله مبارکي وويله.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري د يوې اعلاميې په ترڅ کې د افغانستان د جمهور رييس ډاکتر اشرف غني احمدزي او د حکومت د اجراييه رييس عبدالله عبدالله د لوړې د تاريخي مراسمو له امله مبارکي وويله.
ډاکتراشرف غني احمدزي پرون دافغانستان دجمهور رييس په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته