امنیت

دکابل په بګراميو کې ددريو تنو ماين ايښودونکو نيول

١٢-کابل باختردزمري دمياشتي ١٢ :
درې تنه ماين ايښودونکي طالبان  دکابل ولايت دبګراميو په ولسوالۍ کې ونيول شول.
دغه کسان هغه وخت چې دشينې ترپله لاندې دماين دځاى پرځاى کولو بوخت و دافغان ځواکونوله خوا ونيول شول .
دکابل ولايت دملي امنيت يوخبرځاى باختراژانس ته وويل  چې طالبانوغوښتل ددغه ماين  په ايښودلو سره دافغان اوناټو ځواکونو په کاروان بريدوکړي.
ده وويل تخنيکي ټيم دغه ماينونه شنډکړي اوپه دى ډول دخونړيو پيښو مخه ونيول شوه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته