سیاست

د ملي امنیت شورا غونډه د جمهورريیس غني په مشرۍ جوړه شوه

 کابل / د وږي ٤ مه / باختر
د ملي امنیت شورا غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون ماښام په ارګ کې ترسره شوه.
باختر آژانس ته د جمهوري رياست د ويندوى دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې لومړی د هېواد پر عمومي امنیتي وضعیت بحث وشو او د امنیتي وضعیت د ښه والي او د دښمن د ګواښونو د دفع کولو لپاره امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لازمې لارښوونې وشوې.
وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري پر خپور شوي سند بحث وشو.
په دې غونډه کې څرګنده شوه چې د دغه سند مطابق پاکستان ژمنه کړې چې طالبانو ته په منسوبو افرادو او ډلو به د سفرونو محدودیتونه، د وسلو تحریم او د مالي سرچینو د وچولو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیکونه عملي کوي.
غونډې څرګنده کړه: د افغانستان دولت او خلک چې د دایمي سولې تامین او د تروریزم د تمویل او تجهیز سرچینو وچولو ته ژمن دي، بشپړ باور لري چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مصوبې او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د هڅو په پایله کې جوړې شوې سیمه ییزې او بین المللي اجماع، عادلانه او تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړې.
تمه کېږي چې د پاکستان لوری هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو د تطبیق په برخه کې عملي اقدامات وکړي.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې په دې اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دریځ به د بهرنیو چارو وزارت له لوري د اعلامیې په خپرولو سره څرګند شي.#
پاى / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته