نړۍ

د ايران د مرکزي بانک دپخواني رييس ډالري چک په آلمان کې ضبط شو.

برلين– باختر دسلواغې پنځه لسمه :
د ايران دمرکزي بانک په پخواني رييس طهماسب مظاهري پورې اړوند د ٧٠ ميليونو ډالرو معادل يو چک د آلمان د وسلدروف ښار په هوايي ډګر کې کشف او ضبط شوى دى .
د ترند خبري آژانس د آلمان د (ډي پي اى) آژانس له خولې وويل چې دايران دمرکزي بانک پخواني رييس له ده سره د پيسو د اندازې په باره کې دهوايي ډګر دمامورينو دپوښتنې په ځواب کې د دغه ٧٠ ميليونه ډالري چک د شتون په باب خبرنه و ورکړى او له ده سره د شتو مالونو له پلټنې وروسته، دغه چک ترلاسه شوى دى .
دغه پيښه په تېره ميلادي مياشت کې رامنځته شوه، خو خبر يې اوس خپور شو .
د همدې خبرله مخې طهماسب مظاهري تر٢٠٠٨ کال پورې د ايران دمرکزي بانک رييس و.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته