ټولنه

په دایکنډي کې له بې ځایه شویوکورنیو سره نغدي مرسته وشوه

کابل/ د لړم ١٤مه/ باختر
په دایکنډي کې پرون د جګړو له امله له ٣٠ بې ځايه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د دایکنډي د مهاجرینو چارو آمر سېد ابراهیم هاشمي باختر آژانس ته وویل چې پر هرې کورنۍ ١٨ زره افغانۍ له فقر سره د مبارزې موسسې په همکارۍ ووېشل شوې.
هاشمي زیاته کړه: دغه کورنۍ د نا امنۍ او جګړو له امله د روزګان ولايت له اشترلي، پاتو، ګجران او ګیزاب ولسوالیو څخه بې ځايه شوې او د دغه ولایت په مرکزکې ځاى پرځاى شوې دي.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته