ټولنه

په سمنګانو کې ديوې ترافيکي پيښې له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د وري څلورمه :
  دايبکو _ پلخمري  په لويه لاره کې  نن سهار ديوې ترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو او پنځه تنه نور ټپيان شول .
دسمنګانو ولايت دترافيکو مدير سمونوال عبدالقدير  پنجشيري دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه دايبکو _ پلخمري  دعمومي واټ په تګلوري کې د ايبکو ښار په ديرش کيلومتري واټن کې ديو کروزين  موټر دچپه کيدو له امله رامنځته شوه .
يوه اړونده خبرځاى وويل :دغه موټر چې له مزارشريف څخه کابل ته روان و دغه پيښه رامنځته شوه چې له امله يې  يوه ښځه ووژل شوه او ددغې ميرمنې دميړه او بچيانو په ګډون چې ټول  ديوې کورنۍ غړي وو پنځه تنه نور ټپيان شوي دي .
دترافيکو مدير ددغې پيښې علت دچلوونکي بي احتياطي  او د ترافيکو قوانينو نه رعايتول  بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته