امنیت

په سرپل او فارياب کې د ديارلسوتنو تروريستانو وژل کيدل

کابل باختر د تلې د مياشتې١١ :
ديارلس تنه تروريستان د سرپل او فارياب په ولايتونوکې له پوځيانو سره په نويو نښتوکې ووژل شول .
دغه جکړې نن سهار او تېره شپه د فارياب ولايت د مرکز ميمنې ښار او د سرپل ولايت په مربوطاتوکې ونښتې .
د افغانستان په شمال لويديځ کې د ملي اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتوکې ١٣ تنه تروريستان وژل شوي دي.
جګرې له هغه وروسته ونښتې چې پوځيانو د ترويستانو په ډلو ډزې وکړې .
ويل کيږي چې په دغونښتوکې پوځيانو او د سميو اوسيدونکو ته زيان نه دي اوښتي.
له بلې خوا هم د ملي اردو دغه قوماندان وايي چې پوځيانو دنښتو له پاى ته رسيدو وروسته د يرغلګرو يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته