سیاست

ناروې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب ته چمتو ده

کابل/ د کب ١٠ مه/ باختر
د ناروې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اودن هالورسن نن له اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د کوربه توب لپاره د خپل هېواد تيارى څرګند کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ اجراييه رياست په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې مخکې له هالورسن سره په سپيدار ماڼۍ کې کتلي دي.
عبدالله عبدالله ويلي دي چې سوله د افغانستان د خلکو او حکومت له لومړيتوبونو څخه ده او د امريکا او طالبانو ترمنځ د موافقه ليک لاسليک کول په دې لاره کې لومړى ګام شمېرل کېږي.
د ناروې د بهرنيو چارو د وزيرمرستيال ويلي دي چې په داسې مهمه ورځ د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دي او هېواد يې چمتو دى د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو اترو کوربه توب وکړي.
د خپرو شويو خبرونو له مخې؛ ټاکل شوې ده د افغانانو ترمنځ خبرې اترې تر راتلوونکو ۱۰ ورځو پورې په ناروې کې پيل شي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته