سیاستخبرونهTOP

د پخوانۍ ادارې د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي کابل ته راستون شو

کابل / د سلواغې ۲۳مه / باختر
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، د امربالمعروف و نهي عن المنکر وزارت سرپرست شيخ محمد خالد الحنفي او د افغانستان اسلامي امارت د مرکچي پلاوي غړی حافظ انس حقاني نن په کابل کې د پخوانۍ ادارې د سولې په چارو کې د دولت له وزیر او د مرکچي پلاوي له غړي عبدالسلام رحیمي سره وکتل او هرکلی یې ورته ووایه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې چې په بهرنیو چارو وزارت کې وشوه، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هېواد ته د عبدالسلام رحیمي پر راتللو خوښي وښوده او په هېواد کې د باعزته ژوند کولو ډاډ یې ورکړ.
مولوي امیرخان متقي د هغو افغانانو د ژوند شرایطو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه چې له هېواده بهر په کمپونو کې سخت ژوند تېروي او هیله یې وکړه چې هېواد ته راوګرځي او خوشاله ژوند ولري.
هغه وویل: د نظر تفاوتونه یوه طبیعي چاره ده او اسلامي امارت ورته احترام لري، خو دین او وطن د ټولو مشترک دی او د افغانستان خدمت د ټولو ګډه موخه ده.
وروسته عبدالسلام رحیمي په خپلو خبرو کې وویل: خوښ یم چې خپل هېواد ته راغلم او له نوي حکومت سره راغلی مثبت بدلون د ستایلو او مننې وړ دی.
هغه د شته ننګونو او د اسلامي امارت د چارواکو د هڅو او هاند په تړاو چارواکو ته د لا لوړې حوصلې او زغم غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه چې نوي حکومت په ډېرو کمو امکاناتو چارې روانې او ښې ساتلې دي.
هغه زیاته کړه: اوس په کور دننه او بهر کې د پام وړ ګواښونه او خنډونه نشته.
په دې کتنه کې شیخ محمد خالد الحنفي او حافظ انس حقاني هم په خپل وار سره عبدالسلام رحیمي ته هرکلی ووایه او هېواد ته یې د راتګ له امله خوښي څرګنده کړه.
تر دې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت چارواکو د پخوانۍ ادارې له مقاماتو څخه غوښتي وو چې خپل هېواد ته راشي او خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته