ښوونه او روزنه

په روزګان کې د لومړي ځل لپاره ۱۶ تنه نجونې له نيمه زده کړو څخه فارغې شوې

ترينکوټ باختر د تلې د میاشتې ۱۵ مه
د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د لومړي ځل لپاره ۱۶ تنو نجونو د ښوونکي د روزنې  له عالي موسسې څخه له دوه کلنو زده کړو وروسته د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو،د روزګان د ښوونکو د روزنې د عالي موسېسې رېیس شاه ولي روښان وویل چې په دغه لومړنۍ دوره کې ۱۶ تنه نجونې د نيمه زده کړو له دورې څخه فارغې شوې.
له بلې خوا په روزګان کې د یونیسف ادارې مسوول زمري اطرافي بيا وویل چې دغې ادارې د ۱۳۹۴ لمریز کال په اوږدو کې په روزګان کې د ښوونکو د روزنې بهير پیل کړې، چې دا مهال ۸۲ تنه نجونې په مرکز ترینکوټ او ددغه ولایت په خاص روزګان ولسوالي کې په زده کړو بوختې دي.
په همدې مهال دروزګان ولايت  د ښځود چارو رېیسې نجیبې مهرزاد هم ددغو ۱۶ تنو نجونو فراغت یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او زياته يې کړه چې، هڅه به وکړي چې دغو نجونو ته کاري زمینې برابرې کړي.
دروزګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رېیس نورمحمد ابدالي بيا د یونیسف ادارې دغه راز ښوونېزې هڅې د ستایلو وړ وګڼلې او زیاته يي کړه چې، ددغسي پروګرامونو په پلي کیدا سره به په روګان کې د ښځینه نسل د نالوستۍ هغه لوړ ګراف راټيټ شي، کوم چي اوس مهال پدغه ولایت کې شتون لري.
یو شمېر فارغو نجونو له دغه بهیر څخه خوښي وښوده خو له مسولینو څخه یي وغوښتل، چي نور هم ورته د لا عصري زده کړو زمینه برابره کړي.
پروانه چې تازه فارغه شوې وايي: له بېلا بېلو کلتوري او امنیتي ستونزو سره ،سره يې زده کړو ته دوام ورکړې ده.
هغې له دولت څخه هيله وکړه چې  په دندو د مسلکي ښوونکو د ګومارلو تر څنګ دې ورته په ښوونځيو کې سمبال لابراتوارونه جوړ کړي.
د یادولو وړ ده چې، دغه نجونې پر داسي مهال نیمه لوړې زده کړې سر ته رسوي، چې به ددغه ولایت په ښځینه ښوونځیو کې د نارینه ښوونکو له لوري د ښوونې پر بهیرزياتې نیوکې کیدلې خو اوس د مسولینو په وینا دغه ستونزه تر ډېره بریده اواره شوې ده.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته