اقتصاد

د هېواد شمال – جنوب دهليز افغانستان له جنوبي آسيا سره نښلوي

کابل / د وري ۲۹ مه / باختر
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د شمال- جنوب دهليز له بلخ څخه پيل شوى او له سمنګانو، باميانو، دايکنډي او روزګان څخه تېريږي او تر قندهار پورې دوام مومي او دغه دهليز د څه دپاسه ٩٠٩ کيلومترو په اوږدوالي په ملي او نړيواله کچه د هېواد د نښلولو په پراختيا کې مهم نقش لري.
د دغه سړک د څو برخو د جوړولو کار له مزارشريف څخه د سمنګانو تر دره صوف پورې ١٣۵کيلومتره، له باميانو تريکاولنګ پورې ۴٢ کيلومتره بشپړ شوى دى او له دره صوف څخه تر يکاولنګ پورې د ١٨٣ کيلومترو په اوږدوالي سړک د جوړولو په حال کې دى.
دغه راز له قندهار څخه د روزګان تر چورې ولسوالۍ پورې د ١٩۴ کيلومتره د سړک د جوړولو کار په راتلونکي کې پيل شي.
د شمال – جنوب دهليز نښلېدل د تورخم تګلوري د بديل په نامه يوه اړتیا ده او د مرکزي آسيا هېوادونو لپاره يوه بديله لاره رامنځته کړي چې په لږ وخت کې له جنوبي آسيا سره نښلول کېږي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته