د جلال آبادښار باختر د ثور د مياشتې ١٧ :
امنيتي مامورينو دوه پاکستاني تروريستان د کابل _ جلال آباد په لويه لاره کې ونيول.
دغه تروريستان په موټر سپاره وو او غوښتل يې چې د افغانستان پايتخت ته ننوځي چې د ا منيتي مامورينو له خوا د درونټې په ساحه کې ونيول شول.
د ننګرهار ولايت يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې نيول شويوکسانو غوښتل چې ځان کابل ته ورسوي.
ده وويل چې نيول شوي تروريستان پاکستانيان دي.
ويل کيږي چې له هغوى څخه يوه جنګي وسايل او چاوديدونکي توکــــي ترلاسه شوي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ