امنیت

د افغانستان دولت په هرات ښار کې د امريکا دمتحده ايالاتو پر قنسلګرۍ تروريستي بريد په شديدو الفاظو غندي

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٢ :
دافغانستان دولت هغه تروريستي بريد چې نن سهار په هرات ښار کې د امريکاد متحده ايالاتو پر قنسلګرۍ ترسره شو په کلکو ټکو غندي. 
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دغه تروريستي بريد، چې په هغه کې يواځې د متحده ايالاتو قنسلګرۍ ورودي دروازې ته زيان ورسيده خو په څنګ کې يې د قنسلګرۍ ۲ افغان ساتونکې شهيدان او ۲۰ ملکي وګړي ټپيان شول، يو ځل بيا د افغانستان د دښمنانو ناکامي او د افغانستان د سوله دوستو وګړو د ژوند په مقابل کې د دوی وحشيانه او ظالمانه بی تفاوتي ثابتوي. 
د هرات ولايت د ځايي چارواکو د وروستيو معلوماتو سره سم، بريد  نن سهار په ۵ بجو هغه مهال وشو چې پنځو تروريستانو د متحده ايالاتو د قنسلګرۍ د وروردي دروازې پر وړاندې د يوه موټربمب، راکټونو او سپکو وسلو څخه په استفادې بريد ترسره کړ، چې په نتيجه کې ټول پنځه بريد کوونکي د افغان ملي امنيتی ځواکونو له خوا له پښو وغورځول شول. افغان ملي امنيتی ځواکونو دغه بريد په ډير لږ وخت کې ترکنټرول لاندې راووست او په خپل دې کار باندې يې د لا زياتو ملکي تلفاتو او د امريکې قنسلګرۍ کارکوونکو ته د کوم ځاني زيان او د قنسلګرۍ ودانۍ ته دزيات زيان داوښتو مخه ونيوله.
زموږ امريکايي همکارانو ډاډ راکړۍ چې د دوی د قنسلګرۍ ټول کارکوونکي خوندي او مصوونه دي.
د افغانستان دښمنان بايد په دې پوه شي چې دوی هيڅکله نشي کولای د غه شان تروريستی بريدونو له لارې د افغانستان  دملت هغه ټينګ عزم او اراده چې په خپل هيواد کې يې د تلپاتې سولې، امنيت او پرمختګ لپاره لري، کمزورى کړي. دې دښمنانو يوځل بيا ټولې نړۍ ته وښوده چې دوی د افغانستان د خلکو لپاره د مرګ او تباهۍ څخه بل څه نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته