ټولنه

د پنځه زرو میوه لرونکو نیالگیو بڼ جوړشو

کابل_باختر د کب د مياشتې١٦مه
د۲۰۱سیلاب قول اردوپه قرارګاه کی د پنځه زرو میوه لرونکو نیالگیو نوی بڼ جوړشو.
د پسرلي له رار سیدوسره سم نن سهار د۲۰۱سیلاب قول اردو د قوماندان ډګرجنرال محمدزمان «وزیری» په مشرۍ د قول اردو په قرارګاه کی (۵۰۰۰)میوه لرونکي نیالګي کېښودل شول.
دغه راز له قول اردو څخه بهر ١٥٠٠٠بې ميوې نيالګي کېښودل شول.
ډګرجنرال محمدزمان «وزیری» چی د قول اردو د قرارګاه یوشمېر آمرینو یې ملتیا کوله، د نيالګيو د اېښودلو په وخت کې وویل چې د دغه نیالګيو په اېښودولو سره به دګمبیری دغه خړه دښته شنه اوښکلی شی اوپدی برخه کی به خپلی هلی ځلی نوری هم زیاتی کړم اوهمدا رنګه د۲۰۱سیلاب قول اردوله ټولو منسوبینوڅخه یی وغوښتل چی پخپلوساحوکې دې نياليګي کيږدي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته