امنیت

په هرات کې دطالبانو پر سنګرونو هوايي بريدونه زيات شوي دي .

کابل باختر د چنګاښ ١٢مه :
دوروستيو درېو ورځو په  بهير کې دطالبانو دډلې څلور تنه  کليدي قوماندانان دهرات په شينډنډ ولسوالى کې په هوايي بريدونو کې وژل شوي دي .
  دهرات يوامنيتي مقام  باختراژانس ته وويل:  په شينډنډ ولسوالۍ کې دطالبانو يو مطرح قوماندان ملا ولي جهانيار  هم شامل دى چې په دغې ولسوالۍ کې دزياتو برېدونو  دطرحه کولو تور پرې لګول شوى دى  چې دمجبور اباد په کلي کې پرې بريد وشو اوووژل شو .
دغه راز دملا تازه ګل ا وملا خليل په نومونو  دوسله والو طالبانو دوه نور قوماندانان  دزېرکوه ولسوالۍ  په بخت اباد ساحه کې په هوايي بريد کې ووژل شول .
داپه داسې حال کې ده چې پرون مازيګر په شينډنډ ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو ترمنځ  په جګړه کې  له دواړو لورو څخه شلو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته .  په دې جګړه کې  دملا صمد اووه افراد ووژل شول او شپږ نوريې ټپيان شول .
دقوماندان ننګيالى  دډلې يو کس هم  وژل شوى او څلور نوريې‏ ټپيان شوي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته