کابل باختر دلړم لومړى :
دغور ولايت دلعل اوسرجنګل ولسوالۍ دتلخک سيمې ددهن سرخک دنجونو دليسې نوې ودانۍ پرون پرانستل شوه .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت وياند اکبر رستمي باختراژانس ته وويل ددغې ليسې ودانۍ ١٢ درسي خونې، لابراتوار ، کتابتون اودکنفرانس خونې لري
دددغې ليسې ودانۍ ٢٧ مليون افغانۍ لګښت لري چې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دساحوي انسجام دپروګرام له خوا تمويل شوى دى .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ