امنیت

پوليسان وستايل شول .

-کابل  باختر دزمري  پنځلسمه :
د دايکنډي  دپوليسو  منسوبين په دغه ولايت کې دغير مسوولو  وسله والو کسانو دنيولو په خاطر وستايل شول
په نيول شويوکسانو ددايکنډي  ولايت دڅلورو تنو اوسيدونکو دنيولو تور لګول شوى دى چې تيره اوونۍ ددغه ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې ووژل شول .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې  ددغوکسانو وژل کيدو ددايکنډي  ولايت خلک  انديښمن کړل او ددغه ولايت پوليسو وکولى شول هغه کسان چې ويل شوي دي ددغې پيښې عاملان دي ونيسي .
ددايکنډي  ولايت دمشرتابه هيئت او دولايتي شورا غړو په يوه غونډه کې په دغه ولايت کې دامنيت دتامينولو په خاطر ددايکڼدي  دپوليسو منسوبين وستايل .
  ختم_+  شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته