ورزش

د ملي ټيم په انتخاباتي سياليوکې د هرات د باسکټبال د منتخب ټيم ګډون

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٥
د شپاړلسو تنو ورزشکارانو په کميت د هرات د باسکټبال منتخب ټيم د هيواد د ملي ټيم په انتخاباتي سياليوکې ګډون کړى دى .
د هرات د باسکټبال د منتخب ټيم سرپرست شاه رسول احرارى وايي: تر اوسه پورې د هرات د باسکټبال منتخب ټيم د (الف) او (ب) په ګروپونوکې دوه لوبې ترسره کړې دي چې د هرات د باسکټبال ټيم په الف ګروپ کې د ٤٣ په وړاندې د ٨٦ امتيازونو په ګټلو سره د بادغيس منتخب ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه راز په دويمه لوبه کې د هرات منتخب ټيم د هرات له (ب) ټيم سره لوبه وکړه چې ماتې يې وخوړه.
ددغو سياليو په دوام نن دهرات (الف) ټيم دسمنګانوله منتخب ټيم سره سيالي کوي.
ديوبل خبرله مخې:
د فوټبال د دويم لاس د ليګ د سياليو په دوام يوه لوبه وشوه.
دغه لوبه چې د هرات باستان او د پيام آسيا د فوټبال د ټيمونو ترمنځ وشوه؛ لوبه د يوې په مقابل په يوې سره برابره پاى ته ورسيده .
ټاکل شوې ده سبا د آريا ټيم د آرش له ټيم سره سيالي وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته