کابلباختر دچنګاښ ٢٠ مـــــــــــــه
دملى اردو منسوبينو دقند هار ولايت په ژيړۍ ولسوالۍ کې د(کلک هوډ) په نا مه تصفيوي عملياتو کې د چاوديدو نکو توکو يوه ډيپو کشف کړې ده
په دې ډيپو کې هغه مهمات چې د ماينو نو د جوړولو يوه کارخا نه هم پکې وه ٢٤ ډول ډول ماينو نه ، يو توغندي ويشتونکى ، پنځلس کيلو ګرامه چاوديدونکى تو کي دفشاري ماين څلويښت تختي او پنځه ويشت پا کټه امونيم نايتريت تر لاسه شوي دي
ديو بل خبر له مخې : دملي اردو منسو بينو دهلمند ولايت په ګرمسير اوګرشک ولسواليو کې يو تن مخالف ونيوه ، يو کلاشينکوف څلور ميله سپکه وسله ، څلور شاژورو نه ، دوه تو غندي ، اووه بوري کيميا وي تو کي او درې بنډله دبريښنا مزى ترلاسه کړي دي