کابل باختر دوږي دمياشتې پنځمه نيټه :
د اسلامي فرهنګ په پراختياکې د تصوف د رول د نړيوال سيمينار د جوړولو د کميسيون نهمه غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې :
په دې غونډه کې چې د کميسيون د غړو په ګډون جوړه شوه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري وويل چې د دغه سيمينار جوړول په اسلامي فرهنګ کې د تصوف د اغيزمنتوب په برخه کې يو ارزښتناک ګام دى.
پوهاند باوري زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه سيمينار په جوړولو هوډمن دى او هلې ځلې کيږي چې دغه سيمينار ملموسې نتيجې ولري.
په همدې حال کې د کميسيون يوې غړې محبوبې بابکرخيل خبرې وکړې او ويې ويل چې نننۍ غونډه د دغه سيمينار د جوړولو په لاره کې د زياتې همغږۍ په مقصد جوړه شوې ده.
دغه راز د دغه کميسيون غړو په دې غونډه کې د سيمينار د جوړولو د نېټې او
ځاى په باب خبرې وکړې.
0 1 دقیقه لوستل