کابل باختر دوري دمياشتې ٢١ نيټه :
دوه تنه پرون د وژنې په تور د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې ونيول شول.
د پروان و لايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمدعالم مخلص باخترآژانس ته وويل ؛ چې قتل د بګرا م ولسوالۍ د قلندر خېلو په کلي کې د بزګرانو ترمنځ د اوبو د نوبت پرسر له لفظي شخړې وروسته د ښکاري ټوپک په واسطه شوى دى .
په دې پيښه کې يوتن بل ټپي شوى دى.
ده وويل ؛ د قضيې په اړوند دوه تنه نيول شوي دي او تحقيقات دوام لري.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ