امنیت

دروزګان ولايت مرکز ته څيرمه دطالبانو ددريو ډيپوګانو دړې وړې کيدل او دنهو تنو يرغلګرو وژل کيدل

کابل باختر د غبرګولي درې ويشتمه :
  په روزګان ولايت کې دوسله والو طالبانو دډلې په دريو پټنځيو هوايي بريدونه وشول او دړې وړې شول
دغه پټنځي په دهراود ولسوالۍ او دروزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار ته څيرمه دړې وړې شوي دي .
درارسيدلو خبرونوله مخې ، بې پيلوټه امريکايي الوتکو نن سهار په دغو پټنځيو بريدونه وکړل .
دروزګان دوالي وياند دوست ناياب باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې نهه تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې کليوالو ته زيان نه دى اوښتي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې څلور تنه وسله وال طالبان  په روزګان ولايت کې دپوځيانو په ډزو کې وژل شوي دي .
په دغو طالبانو پرون  کله يې چې غوښتل په يوواټ کې ماين ښخ کړي بريدونه وشول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته