خبرونهاقتصادټولنهTOP

د فراه – فراه رود سړک د رغولو چارې ۲۳.۵ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر
د فراه – فراه رود سړک د رغولو چارې د فراه ښاروالۍ له لوري د ۲۳.۵ميليونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د فراه ښار ښاروال مولوي محمد ولي ادريس د ياد سړک د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې دغه سړک د ښاروالۍ رياست له پرمختيايې بوديجې څخه د ۲۳.۵ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د ۳۴۵ مترو په اوږدوالي د ۶ مياشتو په موده کې د فراه ودان شرکت له لوري بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د يادونې وړ ده، چې د فراه ښاروالۍ مسوولينو د روان ۱۴۰۲ ل کال په اوږدو کې د ياد ښار اړوند د بي بي خرد، شهيد حاجي رحيم جان اکا، څلورمې ناحيې، کنډک مخته، د بانک زراعتي کوڅې او ننګاب نښلونکي سړک د پخولو، جغل اچونې او نورو پرمختيايې چارو د پيلېدو ژمنه هم وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته