پلخمري باختر دوږي دمياشتې ١٣ نيټه :
يو ځوان د اختر په درېمه ورځ په پلخمري ښارکې ځان زندى او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع باختر آژانس ته وويل چې په پلخمري ښار پورې اړوند د سرخ کوتل سيمې اوسيدونکى شل کلن حبيب الله د بيوزلۍ او وزګارتيا له امله ځان وواژه.
د حبيب الله يوه ګاونډي وويل چې دى له ١٤ټولګي څخه فارغ شوى و او له وزګارتيا څخه يې ځوريده.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ