امنیت

درې سوه کيلوګرامه اپين دپوليسو لاس ته ورغلل .

کابل باختر دوږې  اوومه :
درې سوه کيلوګرامه اپين پرون دبدخشان ولايت  له نشه يي توکو سره دمبارزې دپوليسو له خوا  دتخار- فيض آباد په لويه لاره کې کشف او ضبط شول .
دبدخشان ولايت  دامنيې قوماندانۍ  له نشه يي توکوسره دمبارزې مدير سمونوال مصدق الله  مظفري دباختر اژانس خبريال ته وويل چې دغه اپين په ډير مهارت سره په يو تراکتور کې ځاى پرځاى شوي وو او دبدخشان ولايت دارګو له ولسوالۍ څخه دبلخ ولايت ته ليږدول کيدل چې دبدخشان  _ تخار په لويه لاره کې  کشف اوضبط شول  .
يوه اړونده خبرځاى وويل دتراکتور چلوونکى دپوليسو له خوا نيول شوى او تر پوښتنې لاندې دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته