ټولنه

دوروستيو سيلاونودراوتلوله امله له مصيبت ځپلوکسانو سره مرسته وشوه .

کابل  باختر د ثور دولسمه :
دافغانستان دسوداګرۍ اوصنايعو خونې نن درې مليونه افغانۍ دجوزجان او فارياب په ولايتونوکې دوروستيو سيلاونو دراوتلو له امله په زيانمنوشويو اومصيبت ځپلو کسانووويشلې .
دجوزجان له ولايت څخه دباختراژانس داستول شوي خبريال ذبيح الله علم  دخبر له مخې دجوزجان ، فارياب او دسرپل په ولايتونوکې وروستيوسيلاونو دسردرانده زيانونه اوزيات مالي تاوانونه اړولي دي .
دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونو دعامل هيئت رييس محمدقربان حقجو ددغومرستو د ويشلو په وخت کې وويل دوروستيوسيلاونو ناتار ددغې غوښتنه کوي چې په دغومرستو سربيره نورې زياتې مرستې هم وشي . په همدې  مقصد دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو خونه هوډمنه ده چې دملي سوداګرو دزياتو مرستو په جلبولو سره ددغو ولايتونوله مصيبت ځپلو  او زيانمنو شويوکسانو سره زياتې مرستې وکړي .
دغه راز يوتن ملي سوداګر حاجي توکل هم دافغانستان دسوداګرۍ اوصنايعو دخونوله لارې له دغومصيبت ځپلو کسانو سره دسلوزرو امريکايي ډالرو په ارزښت  دکور دلوازمو مرسته وکړه .
دغه راز په ملي  شورا کې دفارياب ولايت دخلکو استازي حاجي هاشم ددغه ولايت له زيانمنو شويوکسانوسره دڅلور سوه زرو افغانيو په ارزښت دخوراکي  توکو مرسته وکړه .
دفارياب دوالي ډاکتر محمد الله بتاش دڅرګندونو له مخې هغو سختو سيلاونوچې دروان کال دثور دمياشتې دڅلورمې نيټې په شپه  دفارياب ولايت  په مربوطاتوکې راووتل ددغه ولايت په اتو ولسواليو  اودميمنې په ښار کې دسردرانده زيانونه اوزيات مالي تاوانونه اړولي دي چې داکار ددې غوښتنه کوي چې په دغه ولايت کې ددولتي ارګانونواودنړيوالې  ټولنې له خوا زياتې مرستې وشي .
ده زياته کړه چې ددغو سيلاونودراوتلو له امله زموږ دوه څلويښت تنه هيوادوال شهيدان شوي، داستوګنې ٢٥٠٠ کورونه ويجاړ شوي دي او ١٥٠٠  څاروي له منځه تللي دي .
دغه راز دڅښاک داوبو يوسلو څلور نوي څاه ګانې  يوولس زره جريبه کرنيزه ځمکه يوزرو اته سوه پنځه پنځوس بڼونه ، دبريښنا دتوليد اووه دستګاوې او ٢٦٢ کيلومترو  په اوږدوالي سړکونه ويجاړ  شوي دي اوله مرکز سره ددريو ولسواليو  دخلکواړيکې شليدلي دي
  له پيښو سره دمبارزې دملي ادارې مرستيال محمد قاسم  حيدري دباختراژانس خبريال ته وويل دسرپل په ولايت کې ددغو سيلاونو دراوتلو له امله اووه ويشت تنه شهيدان او شپږ اتيا تنه نور بي درکه شوي دي داستوګنې ٧٥٠ کورونه په بشپړه توګه ويجاړ او ١٨٧ نور کورونه په قسمي ډول ويجاړ اوزيانمن شوي دي  اودغه راز څه دپاسه اته سوه څاروي له منځه تللي دي
ده زياته کړه چې دجوزجان په ولايت کې پنځه شپيته تنه شهيدان شوي او داستوګنې ٣١٨٤کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي او ٧٠٠کورنۍ بي ځايه شوي اوڅه دپاسه اته زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
دغه راز ددوستم خيريه بنسټ ددغوسيلاونوله زيانمنوشويوکسانوسره ددرې سوه زرو امريکايي ډالرو مرسته کړې ده او دنصير احمد شرکت يومليون افغانۍ ددغو پيښو  دزيانمنو شويوکسانوپه واک کې ورکړ ي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته