کابل باختر د سلواغې نهمه :
يو جنايتکار باند چې ويل کيږي کار يې دموټرو لوټول و ، په نيمروز ولايت کې ونيول شو.
دنيمروز ولايت پوليس وايي چې ددغه بانډ دوه تنه مسوولين پرون دزرنج ښار په جنوبي ساحه کې ونيول شول .
دغه دوه تنه ټيک هغه وخت وپيژندل شول او ونيول شول چې غوښتل يې يوغلا کړى شوى موټر له زرنج ښار څخه وباسي .
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره دمبارزې مدير عبدالله شيرزي دباختراژانس خبريال ته وويل: درارسيدلو خبرونو له مخې، ددغه بانډ غړو اومسوولينو دموټرو له لوټولو او غلاکولو وروسته هغه درنګ په بدلون او په جعلي پليټ سره دهيواد په بازارونوکې پلورل .
دنيمروز پوليس وايي چې ددغه بانډ دنورو غړو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل