امنیت

د هرات په ولسواليوکې طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتی دى

کابل باختر د مرغومي نهمه د هرات ولايت په زيرکوه ولسوالۍ کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د هوايي بريدونو په نتيجه کې د طالبانو د دوو تنو قوماندانانو ملا ظاهر او ملا جميل په ګډون ۱۵ تنه طالبان ووژل شول او د دغې ډلې د يوسيمه ييز قوماندان په ګډون نهه تنه نوريې ټپيان شول. په دغو عملياتوکې د وسله والو طالبانو څلور لکسس موټرونه او اته موټر سايکلونه له منځه وړل شوي دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد باختر آژانس ته وويل: په دغو عملياتو کې د امارت او بخت آباد په کليو کې د وسله والو طالبانو دوه قرارګاوې هم له وسلو او مهماتو سره يې دړې وړې شوې دي. د يوبل خبرله مخې: د هرات ولايت په غوريانو ولسوالۍ کې د هېواد د هوايي ځواکونو د بريدونو په نتيجه کې د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال ملا عبدالرحمن له خپلو پنځو تنو افرادو سره يې ووژل شو . دغه راز د اوبې او پشتون زرغون ولسواليو زياتې سيمې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې شوې دي . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته