امنیت

په پروان کې يومړى وموندل شو

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢١
د يوه مجهول الهويه سړي مړى د پروان ولايت د مرکز په صوفيانو کلي کې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د دريمې حوزې د پوليسو له خوا وموندل شو.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل: د يوه مجهول الهويه سړي مړى چې څه ناڅه ٢٧ کلن دى؛ د پروان ولايت په مرکز پورې اړوند د کوز صوفيانو د کلي له يوه بڼ موندل شوى دى.
ويل کيږي؛ دغه سړى په سرکې د چړو د ګوزارونو له امله وژل شوى دى چې د څيړنې په مقصد د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې د مديريت د ټيم له خوا د پروان  ملکي روغتون ته وليږدول شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته