امنیت

سيد شريف الله سرطيب د قندهار امنيه قوماندان وټاکل شو

کابل / د وري ۲۱ مه / باختر
سيد شريف الله سرطيب د قندهار د امنيه قوماندان په توګه په کار پيل وکړ.
د قندهار پخوانى امنيه قوماندان جنرال تادين خان د سولې عالي شورا د رهبرۍ غړی وټاکل شو.
هغه دوه نيم کاله مخکې د خپل ورور جنرال عبدالرازق له ترور وروسته د قندهار امنيه قوماندان ټاکل شوی و.
د قندهار يو امنيتي خبرځاى له باختر آژانس سره په اړيکه کې د دغه ولايت د امنيه قوماندان په توګه د سيد شريف الله سرطيب د ګومارنې خبر تاييد کړ.
هغه وويل چې سرطيب د تادين خان په غوښتنه په دغه مقام کې ټاکل شوى دى.
سيد شريف الله سرطيب زيات کلونه د قندهار په بېلابېلو امنيتي قطعاتو کې کار کړى دى .
هغه نن د خپل معرفي په مراسمو کې وويل چې د ډار اچوونکو د ځپلو او د قندهار د خلکو د امنيت د تامين په لاره کې به هلې ځلې وکړي.
په همدې حال کې د سولې عالي شورا يو خبرځاى د دغه شورا د رهبرۍ د غړي په توګه د جنرال تادين خان ټاکنه تاييد کړې ده.
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته