سیاست

جمهور رئیس غني: د وګړو میثاق ملي پروګرام د وزارتونو تر منځ د همکارۍ مثبته روحیه ایجادکړې

 کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٣ :
انستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن  سهار په ارګ کې د ملي توحید مرکز څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد د ۳۴ ولایتونو له والیانو سره د وګړومیثاق  ملي  پروګرام په هکله خبرې وکړې.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په پیل کې د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت د برنامو معین احمد شهیر شهریار د وګړو میثاق ملي پروګرام د معرفي پرمهال وویل،  د وګړو میثاق ملي پروګرام  انکشافي پروګرامونه تر یو چتر لاندې راولي او اساسي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي په موخه د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې معتبر او موثر روشونه تطبیقېږي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان د خودکفایي سند په اساس حکومت ژمن دی چې له بې وزله ټولنو څخه د ملاتړ  او اساسي خدماتو ته د لاسرسي په موخه د وګړو میثاق ملي پروګرام  طرحه او تطبیق کړي.
ښاغلي شهریار وویل، د وګړو میثاق ملي پروګرام  د کلیو شوراګانو ته د انکشافي فعالیتونو د تطبیق او څارنې په برخه کې مهم رول ورکوي. هغه زیاته کړه، د کلیو انکشافي شورا د یو پراخ بنسټ په توګه په کلیو کې ایجادېږي چې ۳۵ سلنه غړې به یې ښځې وي.
د وګړو میثاق ملي پروګرام اساسي روغتیایي،  د زده کړې، د اوبو د تنظیم (د څښاک اوبه، اوبو لګولو، د سېلابونو د زیانونو مخنیوی او محیطي حفظ الصحه)، زراعتي ټکنالوژي او د کرنې د ترویج، د کلیو د نښلونکو لارو او د کلیو په کچه د تجدید وړ برېښنا خدمات وړاندې کوي.
ښاغلي شهریار وویل، په ښارونو کې د وګړو میثاق ملي پروګرام د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره او ښاروالۍ له اړوندو وزارتونو سره په ګډه تطبیقوي.
هغه زیاته کړه، د وګړو میثاق ملي پروګرام  د روان کال د تلې دمیاشتې په لسمه پیلېږي او له 2016 څخه تر 2026 کال پورې په درې پړاونو کې تطبیقېږي.  د وګړو میثاق ملي پروګرام په لومړي پړاو کې د افغانستان یو په دریمه برخه پوښي او په لسو کالو کې په ټول هېواد کې تطبیقېږي.
یاد ملي پروګرام د  ښارونو په کچه د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې غیرپلاني ساحو او راستنېدونکو ته هم پاملرنه کوي. د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د دغه پروګرام د تطبیق پرمهال د زیاتو غیرپلاني ساحو لرونکو او هغو ناحیو ته لومړیتوب ورکوي چې لومړني خدمات په کې کم وي.
د وګړو میثاق ملي پروګرام له معرفي وروسته جمهور رئیس غني وویل،  د ملي یووالي حکومت نن یوه مهمه ژمنه له نظر څخه په عمل بدلوي او د خلکو او دولت تر منځ د هر اړخیزو خدماتو تړون کېږي.
جمهور رئیس وویل، موږ خلکو ته د خدماتو د وړاندې کولو واضح او شفافه بسته لرو. هغه والیانو ته په خطاب کې وویل، په مرکز کې د همکارۍ یو ښه فرهنګ پیل شوی او په ولایتونو کې هم باید دا همکاري رامنځته شي.
د هېواد جمهور رئیس له والیانو څخه وغوښتل، خلکو ته د ملي یووالي حکومت غوښتنې چې موږ د خلکو په ژوند کې پایدار بدلون ته ژمن یوو او دوامدار تغیر د حکومت لپاره مهم دی، په وضاحت بیان کړي.
جمهور رئیس غني وویل، د وګړومیثاق  ملي پروګرام د وزارتونو تر منځ د همکارۍ مثبته روحیه ایجادکړې. هغه زیاته کړه، زه او اجرائیه رئیس د دې ملي پروګرام د تطبیق د بهیر څارنه کوو.
محمد اشرف غني وویل، موږ په وزارتونو کې د ظرفیت، همکاري او لیدلوري  په برخه کې د بدلون شاهدان یوو او د وګړو میثاق ملي پروګرام له وګړو سره په کارموندنه کې مرسته کوي.. هغه ټینګار وکړ، له تېر څخه چې موږ ته یې ښه میراث نه دی پریښی باید درس واخلو.
جمهور رئیس غني وویل، زموږ پروګرام افغانستان شموله دی او د ښارونو او کلیو انکشاف د امنیت له تامین سره مرسته کوي. هغه زیاته کړه، ناامني باید سیمو ته د نه پاملرنې لامل  نه شي. سرحدي ولسوالیو او محرومو سیمو ته به پاملرنه وشي.
جمهور رئیس وویل، زموږ حقانیت او برحقه دریځ نړیوالې ټولنې منلی دی. هغه څرګنده کړه، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو د برید لومړی دور په شا وتمباوه . هغه په خلکو غږ وکړ چې دښمنان او قطاع الطریق په یو غږ انزوا ته یوسي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، نن یو لوی ګام واخیستل شو.  پخوا چې په کلیو کې اسانتیاوې نه وې، نو اکثره خلکو ښارونو ته مخه کوله، خو د وګړو ملي میثاق پروګرام په تطبیق سره به خلکو ته اسانتیاوې زیاتې شي.  هغه زیاته کړه، خلک باید د خدماتو په وړاندې کولو کې زیات رول ولري، تر څو له خیالي فرهنګ څخه راووځي.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست عبدالباقي پوپل وویل، موږ باید په راتلونکې لسیزه کې د خلکو په ژوند کې  مثبت بدلون راولو. هغه زیاته کړه، د خدماتو له وړاندې کولو وروسته باید خلک د حفاظت او مراقبت پروژو کې همکاري وکړي.
همدارنګه د بلخ ولایت سرپرست، د هرات والي او د ننګرهار او کندهار ولایتونو د والیانو مرستیالانو د خپلو خبرو پرمهال د وګړو د میثاق ملي پروګرام هرکلی وکړ او د هغه د تطبیق په برخه کې یې د همکارۍ ژمنې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته