کابل باختر دوږي شپاړلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښن د کابل په عیدګاه جامع جومات کې د ارواښاد قضاوتپوه محمد عظیم جلیلي د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د هېواد جمهور رئیس او د فاتحې نورو ګډونوالو د ارواښاد د کورنۍ غړو او د پخواني جمهور رئیس مرستیال محمد یونس قانوني ته خواخوږي او غمشریکي څرګنده کړه او د خدای تعالی په دربار کې یې ارواښاد ته د فردوس جنت او وارثینو ته یې د جمیل صبر هيله وکړه.
0 د یوې دقیقې څخه لږ