امنیت

د طالبانو يو مشهور قوماندان په کندزکې ووژل شو

-کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٨
د وسله والوطالبانو يو قوماندان پرون ناوخته د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ په شهروان ساحه کې د هغه ماين د چاودنې له امله چې ده غوښتل هغه په واټ کې ښخ کړي؛ له خپلو دريو تنو همکارانو سره ووژل شو.
د شمال ختيځ په حوزه کې د سپين زر ٨٠٨ زون دپوليسو دمطبوعاتي دفتر مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د طالبانو په ډلې پورې اړوند قوماندان جويان د کندز ولايت د دشت ارچي په ولسوالۍ کې يې د ډار اچوونکو فعاليتونو او د ماين ښخولو مسووليت په غاړه درلود.
خبرځاى وويل چې په دې پيښه کې د قوماندان جويان يو بل همکار سخت ټپي شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته