روغتیا

په کابل ښارکې د روغتيايي ماسک د وېش بهير پيل شو

کابل/دلیندۍ۱۷مه/باختر
د افغانستان ميديوتيک د ژوندانه چاپېريال ساتنې د خبريالانو شبکې پرون کابل ښاريانو ته د روغتيايي ماسک د وېش کمپاين پيل کړ.
د مسوولينو د څرګندونوله مخې، له اندازې زيات د کابل هوا ککړتيا د دغه اقدام انګېزه  جوړوي.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: دغه کمپاين چې د پوهنې وزارت په وړاندې پيل شو؛ د "افغانستان ميديوتيک" بنسټ مسوول حميدالله ځاځي د دغه کمپاين د ترسره کولو موخه د خلکو ترمنځ سلامتيا ته د پاملرنې فرهنګ رواجول او د هوا د ککړتيا له امله د سالنډۍ او د زړه ناروغيو مخنيوى وباله.
ځاځي زياته کړه چې په سالم او پاک چاپېريال کې ژوند د هر انسان حق دى او په کابل ښارکې له ماسک څخه استفاده د ککړې هوا د تنفس د مخنيوي لپاره ډېره ښه لاره ده.
په کمپاين کې چې ټاکل شوې ده د ١٥ ورځو لپاره د کابل ښار په ټولو ناحيوکې دوام وکړي؛ ١٥ زره روغتيايي ماسکونه پر خلکو وېشل کېږي.
د "افغانستان ميديوتيک"بنسټ له دووکلونو راپدېخوا د ژوندانه چاپېريال ساتنې د خبريالانو شبکې په جوړولو او په دې اړوند د رپوټونو په خپرولو سره د ژوندانه چاپېريال ساتنې فرهنګ د ترويج په خاطر هلې ځلې کوي.
ختم- شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته