-کابل باختر د ليندي درې ويشتمه :
لس تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره په نويونښتو کې ووژل شول .
دغه جګړې نن سهار په چارچينو ولسوالۍ کې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان دوسله والو طالبانوله بريد وروسته ونښتې .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغوجګړو کې لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دى وايي چې په دغو بريدونوکې وسله والو طالبانو ته دسردزيان داوښتوترڅنګ ددغې ډلې څو سنګرونه هم له ټولو جنګي وسايلو او تجهيزاتو سره يې دړې وړې شوي دي .
ويل کيږي چې په دغو نښتو کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ