امنیت

په غزني ښار د وسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول

کابل باختردزمري دمياشتې ١٩نيټه : وسله والو طالبانو تېره شپه ١٢ بجې په غزني ښار پراخ بريدونه پيل کړل او جګړه اوس هم د ښارپه ځينو سيموکې دوام لري . عيني شاهدانو د باختر آژانس خبريال ته وويل: په څو سيمو کې اورلګيدنه هم رامنځته شوې او په ښارکې د سپکو وسلو د خورو ورو ډزو غږهم اوريدل کيږي. خو د غزني د والي وياند وويل چې د وسله والوطالبانو بريدونه په شا تمبول شوي دي اوپه ښارکې د دښمن ۳۰مړي دجګړې په ډګرکې پاتې دي . دغه راز د غزني د ولايتي شورا غړی وايي چې وسله وال طالبان د سر زيات زيان په زغملوسره له ښار څخه په شاتګ کړى دى خو د دښمن زيات جګړه ماران په جګپوړو ودانيو او د استوګنې په کورونو کې ځاى پرځاى شوي دي . د کورنيو چارو وزارت مقاماتو ويلي دي چې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى او يو ساعت وروسته به دغزني ټول ښار د دښمن له شتون څخه پاک شي. دغه راز د غزني ولايت امنيه قوماندان غزني ښار ته د کوماندو د ځواکونو د رسيدو خبر هم ورکړ او ويې ويل چې ډير ژر به جګړه د پوځيانو په ګټه بدلون ومومي. ده تر نن سهاره پورې د دښمن د سر زيان څه د پاسه ۱۰۰ تنه وښود . د باختر اژاس د سيمه ييزخبريال دخبرله مخې: د غزني ښارپه هوا کې پوځي هليکوپټرونو خپلې الوتنې پيل کړې دي، خو په ښار کې په دې خاطرچې جګړه ماران د استوګني له کورونوڅخه د سنګرونو په توګه استفاده کوي، تر اوسه پورې بمبارۍ نه دي ترسره شوې. ويل کيږي وسله والو طالبانو دافغان پوځيانو د پي آر ټي قرارګاه او دغزني ښار څو نورو امنيتي کمربندونو ته هم او راچولى دى. تراوسه پورې د پوځيانو دسرزيان په باب څه نه دي شوي خو د غزني د والي وياند په دې جګړه کې د اوو تنو امنيتي منسوبينو د ټپي کيدو يادونه کوي. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته