روغتیا

شاوخوا ۹،۹ میلیونه ماشومان په دې اونۍ کې د پولیو په وړاندې واکسین کیږي

کابل_باختر د زمري د مياشتې٢٢مه
د افغانستان دعامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان او د یونیسف ادارې په همکارۍ سبا د زمري په ۲۳ په ټول هیواد کې د دریو ورځو لپاره د پولیو پر ضد سراسري کمپاین پيلوي چې په ترڅ کې به يې  دپنځو کالو ښکته شاوخوا ۹،۹ میلیونه ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین شي. همداراز ۸،۷  میلیونه ماشومانو ته، چې عمر یې د ۶ میاشتونه تر پنځو کالو پورې وي، د هغوی د بدن د ځواکمنتیا او معافیت د غښتلي کیدو په خاطر ویټامین A ورکول کیږي.
د عامې روغتيا وزارت د عامه اړيکو دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ددې اوونۍ د جمعې په ورځ به واکسیناتوران هغو کورنیو ته بیاورشي کوم چې ماشومان یې په لومړيو درې ورځو کې د واکسین څخه پاتې شوي وي او خپل ځانونه به ډاډمن کړي چې هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې شوی نه وي.
ددې کمپاین پرانیست غونډه دعامې روغتیا وزیر، د روغتیا نړیوال سازمان او د یونیسف ادارې د استازو ، یو شمیر دیني عالمانو او مخورو په ګډون نن د زمري په ۲۲ په کابل کې جوړه شوه. 
په غونډه کې په دې ټینګار وشو چې ټول افغانان باید خپل انساني رسالت او ونډه ددې کمپاین په پوره پلي کیدو کې ترسره کړي، تر څو هیڅ ماشوم د پولیو د واکسين څخه بې برخې پاتې نشي، ځکه چې پولیو تل پاتې فلج او معیوبیت رامنځته کوي او ددې ناروغۍ مخنیوی او له منځه وړل یوازې د پولیو واکسين د دوو څاڅکو په مټ شونی دی.
دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز وویل: سره له دې چې له بده مرغه په هیواد کې ناامنی په پراخه توګه شتون لري، خو بیا هم د خوښی ځای دی چې په روان کال د هیواد ٪98 وګړي د پولیو کمپاین په هر یوه سراسري پړاو کې د پولیو د معافیت ورکونې خدمتونو ته لاسرسی لري او هغو ماشومانو ته چې په دوامداره توګه لاسرسی شونی نه دی، کچه یې د  0.25 ٪ څخه ټیټه ده.  
دعامې روغتیا وزیر یوځل بیا د پولیو د له منځه وړلو پروګرام په بی طرفۍ ټینګار وکړ او ویې ویل:  زه د ټولو ښکیلو خواوو څخه غوښتنه کوم چې ددې پروګرام د بی پریتوب درناوی وکړي او واکسیناتورانو ته ډاډمنه او خوندي کاري چاپیریال په رامنځته کولو کې مرسته وکړي ترڅو هغوی وشي کولای ټولو ماشومانو ته بشپړ لاسرسی پیدا کړي او هغوی ددې بدمرغې ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.
واکسیناتوران د خپلو استوګنیزه سیمو څخه په داوطلبه توګه غوره شوي او ددې پروګرام لپاره د ټولنې د مشرانو له خوا معرفي شوي دي او د پولیو د کمپاینونو دغوره تطبیق لپاره لازمې روزنې یې ترلاسه کړي دي. همداراز د هغوی فعالیتونه د کمپاین په بهیر کې د څارونکو او ناظرینو له خوا څارل کیږي.  ددې کمپاین د ښه تطبیق لپاره شاوخوا  ۷۷  زره واکسیناتوران او روغتیايي کارکوونکي په کار ګومارل شوي .
د پولیو  واکسین خوندی دی او هیڅ ډول جانبي عوارض نه لري. دپنځو کالو څخه ښکته ټول ماشومان، که هغه ویده وي، ناروغ وي، نوي زیږیدلي وي او یا هم میلمه وي، باید دپولیو په وړاندې د کمپاین په هر پړاو کې واکسین شي. دغه واکسین د شرعي پلوه د دیني عالمانو لخوا په افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ کې تائید شوی او تطبیق یې د ماشومانو د روغتیا د خوندي ساتلو لپاره حتمي او لازمي بلل شوی دی.
په  روان زیږدیز کال کې د  پولیو د لوړ ګواښ لرونکو سیمو کې د فرعی یا اختصاصی کمپاینونو د پلي کولو ترڅنګ، د پولیو واکسین څلور سراسري کمپاینونه پلان شوي دي چې تردې دمخه دوه پسرلني سراسري کمپاینونه په بریالیتوب سره ترسره شول او یو وروستی سراسري کمپاین به د روان زیږدیز کال په وروستیو میاشتوکې په لاره واچول شي.
د افغانستان، پاکستان او نايجيريا نه پرته د نړۍ په ټولو هیوادونو کې پولیو ختمه شوې او دنړۍ ټول پام دې ته اړول شوی چې پولیو په دې هیوادونو کې هم ډير ژر ختمه شي. دا ځکه چې پوليو داسې یوه ناروغي ده چې په بشپړه توګه له منځه وړل کيدای شي او که چیرې په ټوله نړۍ کې ختمه نشي، ښايي نور هیوادونه بیاځلي تر ګواښ لاندې راولي. دا ناروغۍ دهغو ماشومانو او کسانو له لارې له یوه هیواده بل هیواد ته او د یوې سیمې نه بلې سیمې ته خپریږي کوم چې د واکسین په مټ بدن یې پوره معافیت نه وي تر لاسه کړی.
د هیواد په ګن شمیر سیمو کې ددې ناروغۍ  د وحشي ویروس له سرایت او خپریدو څخه مخنیوی شوی او یوازې د هیواد په یوه کوچنۍ نا امنه سیمه کې کلابنده شوې. په روان زیږدیز کال د پولیو ۶ پيښې رامنځته شوي چې ۲ پيښې په قندهار، ۲ پيښې په هلمند ، یوه پيښه په کندز او یوه وروستی پيښه په زابل ولايت کې ثبت شوې. په تیر زیږدیز کال کې د پولیو د پيښو شمیر په هیواد کې ۱۳ ته رسیده.
پولیو یوه ویروسی ناروغی ده چې د ماشومانو  د دايمي فلج او معیوبیت لامل کیږي. ددې ناروغۍ ویروس د ناواکسین شویو ماشومانو له خوا خپریږي او دهغوی او د نورو ماشومانو د اخته کیدو لامل ګرځي.
د عامې روغتیا وزارت تل له ديني عالمانو، د ټولنې له مشرانو او مخورو څخه غوښتي دي چې د پولیو ټیمونو سره مرسته وکړي او کورنۍ دې ته وهڅوي چې خپل ماشومان د کمپاین په هر پړاو کې د واکسین کولو ته چمتو کړي.
په ټولیزه توګه د ماشومانو واکسین کول، د ماشومانو  لپاره د یوه قوي او فعال معافیتي سیستم د رامنځته کیدو سبب کیږي او هغوی د پولیو په ناروغۍ د اخته کیدو څخه وقایه کوي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته