نړۍ

له ايران سره دراتلونکو خبرو په باب داروپا اتحاديې دبهرني سياسيت درييسې څرګندونې .

واشنګتن – بى بى سي نيوز- باختر د تلې دمياشتې ٩
داروپا اتحاديې دبهرني سياست رييسې کاترين اشتون په واشنګتن کې ويلي دي غواړي چې له ايران سره دپنځه جمع يو هيوادونو خبرې ژمنيو کې په مثبته فضا کې پرمخ يوسي.
دميرمن اشتون  اشاره چې په واشنګتن کې د  وودرو ويلسون په موسسه کې خبرې کولې دامريکا دکانګرس يو شمير استازو ته وچې په ايران د زيات بنديز غوښتنه کوى.
د اروپا اتحاديي دبهرنۍ سياست رييسې وويل  لويديځ بايد په ټولو اړخونو کې خپل ښه نيت وښيي او خبرې پرمخ  يوسي  او له مقابل لورې څخه  ورته هيله ولري.
له دې سره هم ميرمن اشتون دايران پرخلاف د زياتو بنديزونو له لګولو سره دخپلې موافقې او مخالفت په باب په څرګند ډول څه  ونه ويل خو ويې ويل زما دنده دامريکا کنګرې ته دستونزې رامنځته کول نه  دي  .
داروپا اتحاديې دبهرنۍ سياست رييسې له ايران سره دخبرو برياليتوب مهم وباله او ويې ويل موږ په ژنيوکې له هغوي سره ګورو او زه به دخبرو مشرۍ په غاړه ولرم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته