ښرنه باختر د غويي د مياشتې ۲۴ مه
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د دغه ولايت د ښاروالۍ له خوا د څلورو ميليونو درې سوه زرو افغانيو په لګښت د څلورو مارکېټونو دويم پوړونه جوړېږي.
ددغو مارکېټونو دويم پوړونه چې ټول څلوېښت دوکانونه دي د جوړېدو چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
دپکتیکا والي محمدالیاس وحدت باختر اژانس ته وويل: د دغو مارکېټونو لومړي پوړونه جوړ شوي وو چې اوس د مرکزي دولت له خوا یې په ورکړى شوي بودجه دويم پوړونه هم په اساسي ډول جوړیږي.
وحدت زیاته کړه چې د ښاري پراختیا او د ښاري سیستم د منظم والي په موخه په یو شمېر پلانونو کار روان دی چې په وینا یې ډيرژر به یې د عملي کېدو چارې پیل شي.
0 1 دقیقه لوستل