سیاست

جمهوررئیس غني: ښه خبره دا ده چې سلګونه زره نجونې ښوونځیو ته ځي او په بدو کې د نجونو ورکړه صفر ته رسېدلې ده، دا په خوست ولایت کې د فرهنګي ودې نښه ده

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٠ نيټه 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمې مخکې په خوست ولایت کې له یو شمېر ښځو سره وکتل او هغوی په بېلابېلوبرخوکې په ځانګړي ډول د پوهنې، لوړو زده کړو، روغتیا، د ښځو اقتصادي ودې او ښځو سره د تاوتریخوالي په برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه ورسره شریک کړل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې د خوست والي حکم خان حبیبي جمهوررئیس غني ته د ښه راغلاست تر څنګ په علمي او فرهنګي ډګر کې د ښځو رول مهم وباله، ويې ویل: په خوست کې ۳۳۰زره زده کوونکي ښوونځي ته ځي چې سل زره یې هلکان او پاتې نور یې ټولې نجونې دي.
د خوست والي وویل، د ښځو د اقتصادي ودې لپاره یوه برنامه پيل شوې ده چې د میرمنو رول په کې جوت دی او تر دې مهاله یې پنځه سوه کورنۍ تر پوښښ لاندې راوستي دي او د لا پراخېدو په حال کې ده.
ورپسې د خوست ولایت د ښځو چارو رئیسې ملالۍ ولي خوست ته د جمهوررئیس غني په راتګ خوښي څرګنده او ښځو ته یې د هغه له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه.
هغې وویل، دا مهال زر تنه ښځې په روغتیايي برخه کې له بېلابېلو ادارو سره په کار بوختې دي او په مجموعي توګه د تېرو کلونو په نسبت ښځو سره په تاوتریخوالي کې دېرش سلنه کموالی راغلی دی او بدو کې د نجونو ورکړه صفر ته راښکته شوې ده.
د خوست د ښځو چارو رئیسې زیاته کړه، په خوست ولایت کي د ښځو ۶۷۰۰شوراګانې شته، زموږ غوښتنه داده چې د ښځو د اقتصادي ودې لپاره دې مرستندویه ادارې وهڅول شي چې د ښځو لپاره لنډ مهاله او اوږد مهاله پروژې منظور کړي.
ملالۍ ولي وویل، په خوست ولایت کې سلګونه زره نجونې ښوونځیو ته ځي چې تقریباُ د هلکانو په نسبت یې شمېر دوه چنده دی. هغې په شیخ زاید پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې پیلول او په تحصیلي بورسونو کې ښځو ته زیاته ونډه وغوښته.
د خوست د ښځو چارو رئیسې څرګنده کړه، په خوست ولایت کې د پي ار ټي ټیم ښځو ته یو تفریحي پارک جوړ کړی چې د جومات په شمول ټولې اسانتیاوې په کې شته، خو اوس مهال د خوست ښاروالۍ دا پارک زور واکو ته په قرارداد ورکړی دی او ښځې ورنه بې برخې شوي دي.
د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د ښځو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، د خوست ښاروال ته په  جدیت سره لارښوونه وکړه چې ډيرژر د ښځو پارک بېرته ښځو ته وسپاري او د خوست والي ته یې لارښوونه وکړه چې د دغه پارک ټولې اقتصادي برخې دې ښځو ته وسپارل شي او په دغه پارک کې دې ښځو ته د تشبث زمینه برابره شي.
جمهوررئیس زیاته کړه، تر ټولو ښه خبره دا ده چې سلګونه زره نجونې ښوونځیو ته ځي او په بدو کې د نجونو ورکړه صفر ته رسېدلې ده، دا په خوست ولایت کې د فرهنګي ودې نښه ده. 
جمهوررئیس څرګنده کړه، د ښځو اقتصادي ودې ته موږ خاصه توجه کوو، د ولسي تړون برنامې له لارې به د خوست په ټولو ولسوالیو کې پروژې تطبیق شي چې ښځو ته په کې ځانګړې ونډه په پام کې نیول شوې ده.
جمهوررئیس وویل، د جلغوزو د ځنګلونو په بیا احیا او پروسس کار روان دی همدارنګه  د زیتونو او چارمغزو باغونه به جوړ شي چې ښځې کولای شي په دغه بهیر کې ونډه واخلي.
همدارنګه جمهوررئیس د لوړو زده کړو وزیر ته لارښوونه وکړه، هغو ولایتونو کې چې ښځو ته د تحصیلي بوروسونو په ورکړه کې خاصه پاملرنه، نه ده شوې هغوی ته دې لومړیتوب ورکړل شي او د شیخ زاید پوهنتون  دې وارزول شي چې د ماسټرۍ برنامې پیلولو لپاره په کې شرایط اماده دي او کنه.
جمهوررئیس غني د غونډې په پای کې ښځو ته په خطاب کې وویل، ستاسو ښه والی دا دی چې د اسلامي او ملي ارزښتونو سره پوره بلدیت لرئ چې له همدغه ارزښتونو څخه د نجونو او ښځو په اقتصادي، فرهنګي او تعلیمي وده کې استفاده کولای شئ.
  پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته