امنیت

په سمنګانوکې د پستې په ځنګلونو يرغل وشو

ايبک باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٥ :
په سمنګانو ولايت کې تېره شپه  په زرګونو تنو د پستې په ځنګلونو يرغل وکړ.
دغه اقدام چې د پستې د راټولولو له وخت څخه مخکې ترسره شوى دى، په دې مانا ده چې د شول دود تر پښولاندې شوى دى.
شول د پستې د راټولولو په ټاکلي وخت پورې اړوند دى.
د سمنګانو ولايت د ځنګلونو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د ادارې مدير محمد آصف قاسمي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دوى د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معيار له مخې په پام کې درلود چې د روان کال د زمري د مياشتې په لسمه نيټه د پستې راټولول اعلان کړي چې له يوې خوا پسته ښه پخه شي او له بلې خوا خلک په منظم او عادلانه توګه ځنګله ته ننوځي او د پستې محصولات راټول کړي، خو خلکو د مرکز او ولسواليو په ځنګلونو يرغل وکړ چې د اوسيدونکو دغه عمل په ښکاره سرغړونه ده.
قاسمي زياته کړه چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت په لارښوونه او د ولايت د رهبرى هيئت په پريکړه د دغه ولايت د پستې د  ځنګلونو محصولات له روانې مياشتې څخه د قومي شوراګانو د يوشمېر ساتوونکو له خوا چې د کرنې رياست له خوا ټاکل  شوى و، ساتل کيدل. خوله يوې اوونۍ را په دې خوا نږدې لس زره  تنه و ګړي د ځنګلونو په  شاوخوا کې ځنګلونو ته د ننوتلو په تمه وو چې په پاى کې د وخت څخه په استفادې سره ځنګلونو ته ورننوتل او ساتوونکو و نه کولاى شول د دوى مخه ونيسي.
قاسمي زياته کړه چې د پستې ونې ملي سرمايه ده او ځنګلونه د دولت ملکيت دى چې خلک کولاى شي د شول په وخت کې هغه راټول کړي او له عوايدو څخه يې خپل ژوند پرمخ بوځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته