سیاست

اجرائیه رئیس د اسیا له پرمختیاي بانکه وغوښتل چي د افغانستان له لومړیتوبونو سره کار وکړي.

کابل – باختر- دزمري شلمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن مازیګر په سپېدار ماڼۍ کي د اسیا پرمختیايي بانک له مرستیال وینشای ژانګ سره په کتنه کې له هغه وغوښتل، چي خپل کاري لومړیتوبونه د افغان حکومت له لومړیتوبونو سره عیار کړي.

داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
ده په دغه کتنه کې د تیرو کلونو په اوږدو کي د اسیا پرمختیايي بانک لخوا په افغانستان کي د هغوی د کارونو د ستایني او منني ترڅنګ یاد نهاد د افغان حکومت له اولویتونو سره د خپلو لومړیتوبونو ټاکنې ته وبولى.
هغه زیاته کړه، چي د اسیا پرمختیايی بانک دي همداراز د لنډ مهالو پروژو پر ځای اوږدمهالو او اساسي فعالیتونو ته توجه زیاته کړي، څو له یوې خوا کارونه ایجاد او له بلي خوا د جوړېدونکو تاسیساتو اوږد مهاله استفاده تضمین سي.
اجرائیه رئیس حرفوي زدکړو ته اضافه توجه او د ښځو او ځوانانو لپاره د ځانګړو پروګرامونو ایجاد هغه فعالیتونه وګڼل، چي افغان حکومت یې له اسیا پرمختیايي بانک څخه د اجرا هيله لري.
ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاپې د ګازو په پروژه کي د اسیا د پرمختیايي بانک ونډي ته په اشارې سره وویل، چي دغه اداره دي اړوندو فعالیتونه چټک کړي، څو عملي کارونه په نژدې راتلونکي کي پیل سي.

د اسیا د پرمختیايي بانک مرستیال وینشای ژانګ د افغانستان له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې د افغان حکومت هغه کړني وستایلې، چي په نتیجه کي یې د یاد بانک پروژو او فعالیتونو ته زمینه مساعده سوې ده.
نوموړي وویل، دوی په افغانستان کي د اوږده مهال لپاره پاتي کيږي او خپل ټول فعالیتونه به د افغان حکومت د پرمختیايي پلانونو په رڼا کي عیاروي، څو د حکومتي پلانونو په تطبیق کي خپل مسؤلیت په سمه توګه ادا کړي.
ښاغلي ژانګ د افغانستان اجرائیه رئیس ته وویل، چي حکومت دي ورته خپل لومړیتوبونه ووايي، څو دوی یې د راتلونکي کال لپاره په خپلو پرمختیايي پلانونو کي ځای او عملي کړي.
هغه په لیري پرتو ساحو کي د دوی اړوندو پروژو امنیت ساتني ته د حکومت د نوري توجه غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چي دا هڅه به یې فعالیتونه نور هم چټک کړي.
د اسیا د پرمختیايي بانک مرستیال افغان حکومت ته دداسي اقداماتو کولو وړاندیز وکړی، چي پر اساس یې دغه هیواد په سیمه کي د اقتصادي تغیراتو برخوال او عمده غړی وبلل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته