نړۍ

په نيپال کې د نړۍ د درويشتو هيوادونو ګډتمرينونه

کتمندو دويچه ويله   باخترد وري  دمياشتې  ٧ :
د نړۍ د درې ويشتو هيوادونو سرتيريو په نيپال کې ګډ پوځي تمرينونه پيل کړي دي
دغه تمرينونه په جګړه ځپلو سيمو کې دملګروملتو  دسازمان دسولې دماموريتونو لپاره دتيارى په مقصد دى.
دغه تمرينونه  چې دوه اوونۍ دوام کوي؛ دنيپال او دامريکا  دمتحده ايالاتو له خوا تنظيم شوي دي او داستراليا  ، بريتانيا  ، کانادا ، جاپان  ، اردن  و فليپين   ، جنوبي کوريا  اوتايلند  په ګډون  دنړۍ دبيلابيلو هيوادونو  اته سوه يواويا تنو سرتيرو ګډون کړي.
د امريکايي تورنجنرال نوماس کونانت دڅرگندونوله مخې: هغه وړتياوې چې د سولې ديو ماموريت لپاره ضروري دي؛ بايدپه يو چاپيريال کې بايد زده شي او تمرين وشي چې واقعيت ته نږدې وي .
دغه راز له يوبل  څخه  زده کړه هم ضروري ده .
دغه تمرينونه پرون پيل شول او د وري دمياشتې تراتلسمې نيټې پورې دوام مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته