امنیت

دڅو ساعتونو لپاره دپلخمري _ دوشي دلويې لارې تړل کيدل .

کابل باختر د وږي  اووه ويشتمه :

دبغلان ولايت ددوشي ولسوالۍ دسيمې دخلکو دمظاهرو له امله داحمد دکلي په ساحه کې دپلخمري  _ سالنګ لويه لاره دڅو ساعتونو لپاره دترافيکو پرمخ وتړل شوه .

  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، نن دسيمې دګوجر قومونو دمظاهرو له امله ددوشي ولسوالۍ داحمد کلي په ساحه کې دپلخمري _ دوشي لويه لاره دڅو ساعتونو لپاره دترافيکو پرمخ وتړل شوه .

ديوې ډلې مظاهره کوونکو مشر عبدالمالک  دخپلو مظاهرو اصلي  علت دپوليسو له خوا دګوجر  قومونو د دوو تنو مرګ  ژوبله  وبلله  په دې ترڅ کې چې ددغې پيښې دعاملينو دنيونې  غوښتنه وکړه ددوشي ولسوالۍ دامنيه قوماندان ګوښه کيدل يې هم وغوښتل .

ددوشي ولسوال شمس الدين سرحدي دمظاهرو او ددغې لويې لارې دتړل کيدو دتاييدولو په ترڅ کې زياته کړه چې دمظاهرو له مشر  سره يې دخبرو په مقصد يو هيئت  استولى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته