امنیت

دملي دفاع وزارت سرپرست په قندهار ولايت کې دوروستي ځانمرګي بريد دټپيانو پوښتنه وکړه .

کابل باختر د ليندى شلمه
دملي دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي  نن دهغه ځانمرګي بريد دټپيانو داحوالو پوښتنه وکړه چې  دقندهار ولايت هوايي ډګر ته  په څيرمه بازار کې  شوى و .
د ٢٠٥ اتل قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  ددغې پوښتنې په بهير کې  په داسې حال کې چې دملي دفاع وزارت يوشمير رييسان او دقندهار ولايت امنيه قوماندان ورسره و دملي دفاع وزارت سرپرست دهغه  وروستي ځانمرګي بريد چې ددغه ولايت هوايي ډګر ته په څيرمه ساحه کې شوى و دټپيانو پوښتنه وکړه او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه يې هغوى ته دبيا روغتيا هيله وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته