امنیت

د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ په پروان کې ونمانحل شوه

کابل/ د کب ١٠مه/ باختر
د کب د ٩ مې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ پرون په پروان کې ونمانځل شوه.
له پروان څخه د باختر آژانس خبريال خالد سخا د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د پروان په مرکز چاريکارو ښارکې جوړه شوې وه؛ د ولايت مشرتابه د ولايتي شورا غړو، جنرالانو، افسرانو، سرتېرو او د پروان ولسوالانو پکې ګډون لاره.
په غونډه کې د پروان والي فضل الدين عيار د کب ٩ مه، د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ورځې په مناسبت يې تولو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته مبارکي وويله او د دغو ځواکونو شهيدانو ته يې دعا وکړه.
هغه وويل چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه په هر راز شرايطوکې په سرښندنو او ځان تېرېدنې سره د يرغلګرو پر وړاندې په ميړانې سره مبارزه کړې ده او د هېواد او ملي نواميسو دفاع کوي.
د پروان والي زياته کړه: د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ په واقعيت کې د هېواد د سرتېرو ميړانې او اتلواليو ته درناوى دى.
د غونډې ويناوالو د هېواد د امنيتي او دفاعي ځوکونو اتلوالۍ وستايلې او هغوى ته يې سوغاتونه او ستاين ليکونه ورکړل.
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته